CRI Online

شي جين پينګ د هاربين د صنعتي چارو پوهنتون د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-07 15:17:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جون په ۷مه نېټه د هاربين د صنعتي چارو پوهنتون د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه او د دغه پوهنتون ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته يې تودې مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې د دغه پوهنتون تاريخ اوږد او ځلانده دی. د نوي چين د جوړېدو راهيسې د کمونېست ګوند په لارښوونه دغه پوهنتون زيات شمېر غښتلي او مشهور کارپوهان روزلي او د کمونېست ګوند او خلکو ته يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي.

شي جين پينګ هيله وښوده چې دغه پوهنتون په نوی پيل کې د سوسياليزم پر لوري همداسې روان اوسي، د لوړ اخلاقو لرونکو شخصيتونو د روزنې دندې پر بنسټ د ښوونې او د علمي څيړنو په شمول کارونو کې پر له پسي اصلاحات او نوښتونه وکړي او هڅه وکړي چې د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې او د نوي چين د جوړېدو د سلمې کاليزې هدفونه عملي کړي او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره لا زيات خدمتونه تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای