CRI Online

خلکو ته لومړيتوب ورکول په چين کې د وبا په وړاندې مبارزه کې تر ټولو مهمه تجربه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-06-07 20:27:13

د چين حکومت د جون په اوومه نېټه تر دې سرليک لاندې "د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د چين مبارزه" سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې د مشخص مهال ويش، بشپړو شميرنو او په زړه پورې پيښو له لارې د دې وبا پر وړاندې مبارزه کې د چينايانو هلې ځلې ريکارډ شوې، د دغه وبا د وقايې او کنټرول او د ناروغانو د درملنې په چارو کې د اغېزمنو کارونو يادونه شوې او د يووالي او همکارۍ قوې او دغه وبا ته د ماتې ورکولو باور خپور شوی.

په دغه ۳۷ زره کليمو لرونکي سپين کتاب کې تر ټولو خلکو ته د لومړيتوب ورکولو نظريه باندې ټينګار شوی او وړاندې شوې او په هره بيه د خلکو ژوند ژغورلو جملې څو څو ځلې يادې شوې. په چين کې په يوازې دريو مياشتو کې د دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې کارنامې د چين ډېره مهمه تجربه ده. په دغه سپين کتاب کې د ۲۰۱۹کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه د نامعلومې سږي ناروغۍ د راپور ورکولو څخه د ۲۰۲۰کال د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کلنيو غونډو تر پای ته رسيدو پورې په موده کې په پنځو پړاوونو کې د وبا د وقايې او کنټرول په بهير کې کارونه ريکارډ شوي. په دغه سپين کتاب کې د څو کليدي وختونو د حقايقو له لارې د لومړي ځل لپاره په بشپړه او سيستماتيکه توګه د دغه وبا د مخنيوي په چارو کې د چينايانو د زحمتونونو بهير ليکل شوی دی. په دې توګه نړيواله ټولنه به په دې وپوهيږي چې په چين کې د وبا پر وړاندې مبارزه کې د مهمو ستراتيژيکو لاسته راوړنو لپاره ډېرو مشکلاتو شتون درلود، چين تر ټولو هراړخيزه او جدي تدبيرونه عملي کړي او په ټول بهير کې يې شفاف او مسئولانه کارونه ترسره کړي دي.

د ۱ميليارډ ۴۰۰ مليونو نفوس لرونکي لوی هېواد په توګه چين څنګه وکولای شول چې په لنډ وخت کې د وبا د خپريدو مخه ونيسي؟ په سپين کتاب کې دېته اشاره شوې چې اصلي لامل د چين د کمونېست ګوند ټينګه لارښوونه ده. د وبا له رامنځته کېدلو راهيسې د چين دولت رئيس شي جين پينګ تل د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې او په خپله يې د کارونو لارښوونه او ترتيبات ترسره کړي چې د ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې سمدسي د هوبۍ ولايت او ووهان ښار د قرنطين کېدلو پريکړه وکړه. هغه څوارلس ځلې د مرکزي حکومت د سياسي بيورو د دايمي کميټې غونډې او يو لړ مهمو غونډو مشري کړې ده او په خپله يې له ووهان ښار څخه ليدنه وکړه.

مهم بحران د يو هېواد د واکمن ګوند د واکمنې نظريې او توان ازموينه کولی شي. له وبا وروسته چينايان په ژوره توګه پر دې پوهېدلي دي چې د چين د کمونېست ګوند لارښوونه د باد او باران په وړاندې تر ټولو مهم او باوري ضمانت برابرولی شي او دا د خلکو په ژوند کې تر ټولو ډير مهم دي. په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې چين په هره بيه د هر يو ناروغ ژوند ژغورلی دی چې نوې زيږيدلې ماشومان او څه دپاسه د سل کلنو عمر لرونکو ټول تر ښې درملنې وروسته روغ شوي. د سختو ناروغانو د درملنې لپاره ډېر پرمختللي طبي ماشينونه او ډاکټران سمدستي راغونډ شوي چې د می تر ۳۱مې نيټې پورې د چين په دننه کې پر کوويد -۱۹ د اخته کسانو د بيا رغېدو انډول ۹۴اعشاريه ۳سلنې ته رسيدلی دی.

په دغه سپين کتاب کې په مشخصه توګه د وبا د وقايې او کنټرول په جدي سيستم کې د ټولو خلکو د ګډون حالت يادونه شوې ده چې د بحران په وړاندې ټولو چينايانو پر خپل کمونېست ګوند او حکومت ټينګ باور درلود او پر دې ګډې نظريې اتفاق لري چې د ځان ساتنه د نورو ساتنه او د هېواد لپاره خدمت کول دي. له دې څخه د چيني ملت د يووالي او يو له بل سره د مرستې په اړه دوديز کولتور او ترې د وطن پالنې احساسات څرګنديږي. په دې مبارزه کې هر تن ستر اتل او عسکر دی.

د خلکو لپاره د خلکو په اتکا اصول په چين کې له وبا وروسته د کارونو د بيا اعاده کولو په ترڅ کې هم استفاده کيږي. په سپين کتاب په دريو برخو کې په دې اړه ليکل شوي چې د ثابتې او منظمې ټولنې ساتنه کيږي، په منظم ډول د کارونو د بيا عاده کولو هڅونه کېږي او د خلکو ژوند ګام په ګام احيا او عادي کېږي. د اپريل تر پای پورې په چين کې د لويې پيمانې صنعتي چارو تصديو د کارونو بيا پيل انډول له ۹۹ سلنې څخه اوښتی و، د منځنيو او کوچنيو تصديو د کارونو بيا پيل انډول ۸۸ اعشاريه ۴ته رسيدلی او د مهمو پروژو د کارونو بيا پيل انډول له ۹۵سلنې څخه اوښتی و. د چين اقتصاد په چټکۍ د عادي کېدو په حال کې دی او له دې څخه څرګنديږي چې د وبا د وقايې او کنټرول په بهير کې د چين ټاکنه علمي، عملي او سمه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای