CRI Online

که چين د کوويد-۱۹ واکسين اختراع کړي، د ټولو انسانانو لپاره به يې برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-07 20:57:59

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۷ مه نېټه تر دې سرليک لاندې ((د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د چين مبارزه)) سپين کتاب خپور کړ.

په دغه ۳۷زره کليمو لرونکي سپين کتاب کې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د چين هڅې او تجربې ثبت شوې او متن او محتوا يې په څلورو څپرکو کې ځای پر ځای شوې ده.

د چين د ساينس او تېکنالوژۍ وزير وانګ جي ګانګ په مطبوعاتي ناسته کې وويل چې که چين د کوويد-۱۹ واکسين څيړنې او کلنيکي ازموينې بشپړې کړي او د عامو توليداتو په توګه به يې ټولنې نړۍ ته دغه واکسين برابر او وړاندې کړي. هغه وويل چې واکسين تر اوسه لا هم د کوويد-۱۹ ضد مبارزې د برياليتوب بنسټيزه لاره ده. د واکسين د څيړنې او توليد بهير يو ډېر پېچلي علمي فعاليت دی چې زيات مشکلات موجود دي او اوږد وخت ته اړتيا شته. په راتلونکې پړاو کې کله چې چين د دغه واکسين د څيړنې او کلنيکي ازموينې وروسته دغه واکسين استفادې لپاره چمتو کيدلی شي، د ۷۳مې دورې د روغتيا نړيوال سازمان په غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ژمنه کړي چې دغه واکسين به د ټولې نړۍ لپاره برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای