د چين د ګمرکونو عمومي رياست د جون په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د سږ کال په لومړيو ۵ مياشتو کې، د چين د تجارتي مالونو د صدور او توريد عمومي ارزښت ۱۱۵۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۴.۹ سلنه کم شوی. په تيره مې مياشت کې د تجارتي مالونو د صدور ارزښت د زياتوالي په حال کې دی.
د ګمرکونو د عمومي رياست د شمېرنې ادارې مشر لي کوې ون وويل، په مې مياشت کې د مالونو د صدور ارزښت د زياتوالي لامل په چين کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو مخنيوی دی، د دې تر څنګ، چيني شرکتونه په ستونزو کې فرصتونه پيدا کړي او ټولې نړۍ ته يې مالونه برابر کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |