د جون د ۸ مې نېټې په سهار، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د های نان د آزاد تجارتي بندر د جوړولو عمومي پلان په باب خبري ناسته جوړه کړه، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېسيون چارواکو د دې بندر د ۶ تجارتي مقرراتو په باب مالومات ورکړل چې بايد د تجارتو، پانګونو، د نورو سيمو او های نان تر منځ د پيسو تبادله کولو، د انسانانو د تګ راتګ، ترانسپورټ او د معلوماتو خونديتوب په ۶ ساحو کې د ازاديو او اسانتياوو مقررات ټاکل شوي.
د های نان آزاد تجارتي بندر به د نويو مقرراتو سره سم د صفر ګمرکي محصولاتو پر نښې د تجارت د ازاد او اسانه کېدو تدبيرونه ونيسي، د پانګې جلبوونکو پروژو پړاوييز خلاصون به تر سره کړي، اسانه او پرانيستونکي ترانسپورټي مقررات به عملي کړي او های نان بندر به د يو نړيوال هوايي محور په توګه جوړ کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |