CRI Online

په امريکا کې واقعي ديموکراسي نشته

cri     (GMT+08:00) 2020-06-08 12:34:08
په امريکا کې واقعي ديموکراسي نشته

په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ لسګونو هېوادونو کې پراخ لاريونونه رامنځته شوي او د امريکايي پوليس په تشدد کې ښکار شوی نژادي تبعيض له پراخو مخالفتونو سره مخ شوي دي. د بېلا بېلو هېوادونو د وګړي ګډه غوښتنه دا ده چې نژادي تبعيض ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

لاريونونو د امريکا په کور دننه ډېر زور اخیستی او ددې هيواد په ټولو ۵۰ ايالتونو او واشنګټن ځانګړې اداري سيمه کې روان وو. د دې هيواد په نيمه برخه ايالتونو کې د لاريون کوونکو او پوليس ترمنځ نښتې، اخوډب او د زورزياتي نورې پېښې رامنځته شوې دي.

د يوې شمېرنې له مخې، د جون تر دوهمې نېټې پورې امريکا د لاريونونو مخنيوي لپاره د ملي ګارد او هوايي پوځ ۶۶ زره او ۷ سوه سرتيري کارولي، دغه شمېر نږدې په عراق، سوريه او افغانستان کې د امريکا د ميشتو سرتيريو له شمېر سره يو شان دی.

ياد پراخ لاريونونه نه يوازې د افريقايي الاصله امريکايی جارج فلويد د قصدي وژنې پرضد راپورته شوي، بلکې د کوويد-۱۹ ناروغۍ له پېښېدو راهيسې په امريکا کې د ټولنيزو توپيرونو نتيجه هم ده.

د امريکا د څېړنيزې ادارې اې پي اېم د يوې تازه شمېرنې له مخې، په امريکا کې په هرو سل زرو افريقايي الاصله امريکايانو کې له ۵۰ زيات د يادې ناروغۍ له امله مړه شوي، خو په سپين پوستي امريکايانو کې دغه شمېر يوازې ۲۰ تنه دی. د اقتصادي حالت په برخه کې افريقايي او اسپانيايي الاصله امريکايان د عايداتو سويې او بېړنيو مرستندويه پيسو په برخه کې له سپين پوستو امريکايانو سره څرګند توپيرونه لري. نږدې درې پر څلورمه افريقايي او اسپانيايي الاصله پاخه عمر کسان د بېل پيسو ورکولو لپاره بېړنی صندوق نه لري.

نو ويل کېږي چې د جارج فلويد د قصدي وژنې پېښه د افريقايي الاصله امريکايانو لخوا د سختې ناخوښۍ يوه سرچينه ده.

د امريکا د مينياپولس ښار د پارلمان مرستيال اندري جينکنس په دې هېواد کې د نژادي تبعيض په اړه وويل، موږ بايد دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړو، کنه دغه مسئله به تلپاتې شي.

که څه هم امريکا په ۱۸۶۵ کال کې د غلامۍ نظام لغوه کړی، خو يوازې د قانون په برخه کې، دا يو واقعيت ښودل شوی چې افريقايي الاصله امريکايان لا هم د دې هېواد په ټيټه سويه کې دي.

د يوې څېړنيزې ادارې شمېرنې ښيي، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په امريکا کې د پوليس د تشدد پېښو شمېر ۷۶۶۳ ته رسېدلی او د پولیس لخوا په وژل شويو کسانو کې د افريقايي الاصله کسانو شمېر د سپين پوستو په پرتله درې برابره دی. په ۲۰۱۹ کال کې په هرې يوې نيمې ورځې کې يو افريقايي الاصله امريکايي د پوليس لخوا وژل شوی. برسيره پر دې، د شتمنۍ اندازې، د بېل پيسو د برابرولو توان او د کورونو لرلو انډول په برخو کې د افريقايي الاصله امريکايان او سپين پوستو ترمنځ څرګند توپيرونه شتون لري. شک نشته چې افريقايي الاصله امريکايان په واقعي توګه تر سپکاوي لاندې دي.

ويل کېږي چې د جارج فلويد د وژنې له مسئلې څخه په امريکا کې د نژادي تبعيض اوږده مخينه ښکاري. د م م بشري چارو جګپوړې چارواکې ميشل باچليت د دې پېښې سخته غندنه کړې ده. د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا ميرکل وويل، چې په امريکا کې د دوو کچو ترمنځ توپيرونه ډېر سخت دي. د بريتانيا صدراعظم بوريس جونسن هم ورته څرګندونه کړې او ويلي یې دي، چې په ټولنه کې نژادي نتيعض د منلو وړ نه دی.

د افريقايي الاصله امريکايانو او افريقايي چارو د څېړنې په اړه د مينيسوتا پوهنتون پروفيسر کيس مېس وويل، که په امريکا کې د پوليس د تشدد له امله سپين پوستي کسان ووژل شي، نو ښکيل پوليس به په جرم محکوم شي. خو که افريقايي الاصله کسان ووژل شي، نو ښايي د محاکمې نتيجه دومره جدي نه وي. هغه وويل، په امريکا کې هر چا ته عدالت نه دی ورکړل شوی، که يوازې سپين پوستو ته عدالت وي او نورو ته نه وي، نو د امريکا عدالت به د باور وړ نه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای