د هانکانګ ملي ادارې مشر چن ماو بو د جون په اوومه نېټه په انټرنټ کې د فرصت نيولو تر عنوان لاندې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتلو په هکله د قانون جوړول د دې سيمې د قانوني نيمګړتياوو د ليرې کولو لپاره ښه رول لوبوي چې له امله يې د هانکانګ پرمختيايي فرصت رامنځته شوی دی. هغه د نړيوال پولي مرکز په توګه د هانکانګ د مقام پر ساتلو باور لري.
په دې مقاله کې ليکل شوي چې په تېر يو کال کې هانکانګ له ډېرو ننګونو سره مخ و او په دې وروستيو مياشتو کې يې اقتصاد د کوويد۱۹ ويروس له امله اغيزمن شوی دي او خلکو د اقتصادي پرمختګ د مخنيوي او تاوتريخوالو د بيا رامنځته کېدو په اړه انديښنې درلودې. د چين ملي ولسي کانګرس په هانکانګ کې د دولتي امنيت قانون تصويب کړ چې په دې برخه کې قانوني نيمګړتياوې لېرې شوې دي او موخه يې په هانکانګ کې د ټولنيز نظام اعاده کېدل دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |