چين د جون په اوومه نېټه ( له کوويد -۱۹ سره د چين مبارزه) په نوم سپين کتاب خپور کړ چې پکې له دغې وبا سره د چين د مخامخېدو او ورسره د مبارزې په برخه کې د چين تجربې بيان شوې.
په چين کې د پاکستان پخواني مستشار ضميراعنوان د چين ياد سپين کتاب مهم سند بللی او ويل يې دي چې دغه سپين کتاب نه يوازې له کرونا وبا سره د چين د مخامخېدو او ورسره د مبارزې په برخه کې تجربې بيانوي، بلکې له دې وبا سره د مبارزې په برخه کې د نورو هېوادونو او سيمو لپاره لارښود هم دی. د دغې مبارزې په بهير کې د چين دا شعار چې د خلکو ژوند او روغتيابايد تر هرڅه مهم وګڼل شي، بيخي سمه ده.
د امريکا د ماريلنډ پوهنتون د طب پوهنځي، د انسانانو ضد اختصاصي ويروسونو د انسټيټيوټ مشر روبرټ ګالو د کرونا وبا په اړه د چين علمي څېړنه او طبي مديريت ډېر ښه بللي او ويلي يې دي چې د چين د حکومت لخوا د قرنطين وضع کېدل د ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې اغېزمن ثابت شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |