د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جون په اتمه نېټه وويل چې چين د ايران د ذروي مسئلې په هکله د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ له خوا خپور شوي تازه راپور ته پاملرنه کوي. هغې زياته کړه چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د چين دريځ تل د دې مسئلې په هکله د تړون، څو اړخيزم او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات ساتل دي او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام ساتنه هم ده.مونږ غواړو چې له اړوندو خواوو سره ګډې او نژدې همکارۍ وکړو او د ايران د ذروي مسئلې د سياسي حل وفصل لپاره بايد نه ستومانه کېدونکی کوششونه وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |