CRI Online

شي جين پينګ او د ميانمر ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د تينګېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2020-06-08 19:14:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ميانمر ولسمشر وين مينټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته په اشارې سره وويل چې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له اوياوو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا ټينګه شوې او په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې شوې چې خلکو ترې ګټې اخيستې دي.په دې وروستيو ورځو کې دواړو خواوو له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې يو له بل څخه ملاتړ کړی او يو له بل سره يې مرستې کړې. دا ثابتوي د چين او ميانمر ګډ برخليک ټولنه لري.د روان کال په جنوري کې مې له ميانمر څخه رسمي ليدنه وکړه او ستاسو سره مې د نوي حالت پر وړاندې د دې ټولنې په هکله ګډې نظريې درلودې چې دوه اړخيزې اړيکې نوې زمانې ته رسيدلې دي.

وين مينټ په خپل پيغام کې د چين د دوو ملي مجلسونو کلنيو غونډو د برياليتوب له امله رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وويله او له کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يې د چين له مرستو څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ او د ميانمر د دولتي چارو تجربه لرونکې سياستوالې ايونګ سان سو کي هم يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای