CRI Online

دا چې په امريکا کې پوليس قوانين سم نه تطبيقوي، نو عدالت به څنګه تامين کړي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-06-08 19:30:04

د امريکا په پلازمينه واشينګټن کې د جون په پنځمه نېټه د سپينې ماڼۍ دروازې مخامخ وټ (( د تور پوستي ژوند هم مهم دی)) په نوم نومول شوی.

د واشينګټن د ښاروال موريل موسير له امر سره سم د دې واټ پر ځمکه هم په ژېړ رنګ ليکل شوي چې (( د تور پوستي ژوند هم مهم دی)).

د تېرې مې له ۲۵ مې نېټې څخه تر اوسه پورې د تورپوستي جورج فلويډ د وژنې له امله د امريکا په بېلابېلو ځايونو کې د توکم پالنې ضد احتجاجونه روان دي، په عين وخت کې په دغه هېواد کې د توکم پالنې مسئلې په اړه بحثونه را پورته شوي او ډېر داسې شواهد وړاندې شوي چې له افريقايي الاصله امريکايانو سره د پوليسو د غير عادلانه چلند ښودنه کوي .

لومړني شواهد ښيي چې په امريکا کې د پوليسو له خوا په زور د قوانينو د تطبيق پرمهال افريقايي الاصله امريکايان تر نورو ډېر ځپل شوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د امريکا په ميناپوليس ښار کې افريقايي الاصله امريکايان په ټول نفوس کې تر ۲۰٪ کمه برخه نيسي، خو د هغو کسانو له ډلې څخه چې د پوليسو لخوا د قوانينو په تطبيق کې د زور د کارولو له امله ځپل شوي، ۶۰٪ برخه يې افريقايي الاصله امريکايان دي.

شواهد دا هم ښيي چې د پوليسو لخوا د قوانينو په تطبيق پرمهال له زور څخه د استفادې له امله تورپوستي تر سپين پوستو ډېر ځپل شوي.

د نيويارک ټايمز د خبر له مخې، د پوليس په زور د قوانينو په تطبيق کې د ځپل شويو کسانو تر نيمايي زياته برخه افريقايي الاصله امريکايان دي.

شواهد همدارنګه ښيي چې هغو پوليسو ته د سزا ورکړه د لاريون کوونکو غوسه نشي کمولای شي.

په مينيسوټا ايالت کې له زور څخه د پوليسو د استفادې ضد اتحاديې رئيس بيکين وويل چې له ۲۰۱۲ کال راپدې خوا د دغه ايالت په مرکز ميناپوليس ښار کې له پوليسو څخه د خلکو د شکايتونو د قضيو شمېر ۲۶۰۰ ته رسېدلی ، خو يوازې ۱۵ پوليسو ته سزا ورکړل شوې او تر ټولو سخته سزا يې هم د ۴۰ ساعتونو لپاره له دندو څخه محرومول دي.

د مينيسوټا پوهنتون پروفيسر ګيس مېس وويل چې د امريکا په ټولنه کې عدالت پرټولو نه دی تطبيق شوی او له افريقايي الاصله امريکايانو سره هميشته غيرعادلانه چلند شوی، که دا وضعيت بدل نه شي، نو په امريکا کې به پر عدالت د خلکو باور کم شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای