CRI Online

شي جين پينګ د نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره دې له طلايي فرصت څخه د استفادې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-08 20:25:54

د تېر کال د جون په اوومه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د سېټپيټربورګ په نړيوال اقتصادي فورم کې پر دواملرونکي پرمختګ د ټينګار او د يوې ښکلې نړۍ د ابادۍ ترعنوان لاندې يوه وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې وويل چې دواملرونکي پرمختګ د اوسنيو نړيوالو مسئلو د لېرې کولو لپاره يو طلايي کلي ده او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د چاپيريال ساتنې په هکله يې د نړيوالې پرمختيايي همکارۍ د پياوړتيا لپاره خپل وړانديزونه وکړل.

اوس مهال نړيواله ټولنه له يو لړ ننګونو سره مخ ده، د بېلګې په توګه د کوويد ۱۹ ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، نړيوال اقتصاد د شاتګ په حال کې دی او د اقتصاد نړيوال کېدل له ډېرو ستونزو سره مخ دي او داسې نور.د دغو ننګونو پر وړاندې د رئيس شي جين پينګ ياد وړانديزونه ډېر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای