CRI Online

چين په شفافه توګه له کوويد۱۹ ويروس سره د مبارزې په باب معلومات وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-08 20:35:23

د چين حکومت د جون په اوومه نېټه له کوويد۱۹ ويروس سره د مبارزې لپاره د چين اقداماتو په هکله سپين کتاب خپور کړ او پکې يې په دې برخه کې حقيقي شمېرنه خپره کړه. له دغه سپين کتاب څخه ښکاري چې چين په شفافه توګه په دې مبارزه کې اړوند معلومات وړاندې کړل او د نړيوال عامه روغتيا او خونديتوب د ساتلو په برخه کې يې خپل مسئوليت ادار کړی.

د دغو حقيقي شمېرنو په خپرېدو سره هغه امريکايي سياستوال بايد چوپ شي چې تل يې پر چين تور لګولی.

په دې سپين کتاب کې په پنځو پړاوونو کې يعنې د تېر کال د دسمبر له ۲۷مې نيټې څخه د ۲۰۲۰ کال د چين د دوو ملي مجلسونو د کلنيو غونډو تر پای ته رسېدو پورې له دې ويروس سره د چين د مقابلې يو لړ حقيقتونه څرګنديږي. له دغو حقيقتونو څخه ښکاري چې د چين حکومت په دې مبارزه کې هېڅ شمېرنه نه ده پټه کړې او پر وخت يې نړيوالې ټولنې ته اړوند معلومات وړاندې کړي او د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

د ياد ويروس له رامنځته کېدو راهيسې د چين حکومت تل په عادلانه او شفافېرويې سره له دې ويروس سره مقابله کړې ده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نورو هېوادونو له مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له مسؤلينو سره په خبرو اترو کې څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې د چين حکومت پر وخت په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر ته اړوند معلومات وړاندې کړي او له نړيوالې ټولنې سره يې همکارۍ پياوړې کړې. د چين کړنې او اقدامات په نړۍ کې د هر کلي وړ ګرځېدلی دی.د م م د ۷۴ مې عمومي اسامبلې رئيس داسې وويل چې له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د چين مشرتابه او شفافيت په نړۍ کې نمونه ده.

په چين کې د پاکستان پخواني اتاشه ضميراعوان وويل چې دغه سپين کتاب ډېر مهم سند دی او پکې له دې ويروس سره د چين د مقابلې بهير او اړوند معلومات وړاندې شوي ، نو دا له دې ويروس سره د نورو هېوادونو او سيمو د مبارزې لارښود هم دی.

د چين حکومت په شفافې او مسئولانه رويې سره د دې مبارزې په اړه بېلا بېلې خبري ناستې جوړې کړې چې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د چين د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يوه مهمه کړکۍ هم ګرځېدلې ده. دا څرګنده ده چې چين په علني توګه د دې مبارزې بهير نړيوالو ته وړاندې کړی چې دغه کړنه په پوره توګه د وخت او تاريخ پلټنه کېدای شي.د امريکا د کلومبيا پوهنتون پروفيسر لاکانينو وويل چې په ياده مبارزه کې د چين لاسته راوړنې د پاملرنې وړ دي.

د چين د اقداماتو په پرتله ځينو امريکايي سياستوالو د دې ويروس د خپرېدو په پيل کې د چين له خوا پر وړاندې شويو معلوماتو سترګې پټې کړې او له دې ويروس سره د مقابلې وخت او د اړوندو ناروغانو ژغورنه ځنډولې او حتی د خپلو ګټو د تر لاسه کولو په موخه يې د دې ويروس په اړه معلومات پټ کړل چې له امله يې دغه ويروس په چټکۍ سره په امريکا کې د خپرېدو په حال کې دی. دغو سياستوالو په دندو کې د خپلو بې غوريو د پټولو په موخه د چين د بدنامولو لپاره هڅې کړې.په دې سپين کتاب کې راغلي چې د دغو امريکايي سياستوالو ناوړه کړنه د دې ويروس له امله مړو شويو کسانو او چيني طبي کارکوونکو ته سپکاوی دی . چين له دغې کړې سره ټينګ مخالفت کوي او د چين په اند دغه کړنه غير مسئولانه او غير اخلاقي ده.

دغه ويروس د انسانانو ګډ دښمن ګڼل کيږي، نو نړيواله ټولنه بايد يو لاس شي. امريکايي سياستوال بايد چوپ شي او د امريکا ستونزو د لېرې کولو لپاره دې هڅه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای