CRI Online

شي جين پينګ له نينګ شيا څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 09:31:06

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جون په ۸مه نېټه له نينګ شيا څخه ليدنه وکړه. شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين په وار سره د وو جونګ ښار د هونګ سه بو علاقه دارۍ هونګ ده کلي، د ژېړ سيند پر غاړه د وو جونګ ښار ناحيې، د جين شينګ علاقه دارۍ د جين هوا يوان استوګنيزې سيمې ته ولاړ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي ساتنې په برخو کې يې د نوموړو سيمو معلومات تر لاسه کړل.

هونګ ده کلی د شي جين پينګ د دغه سفر لومړی تمځای و او د دې کلي اکثريت اوسېدونکي د نينګ شيا له شي های هو څخه راغلي دي چې شي های ګو يو ډېر بېوزلی ځای دی او پخوا د م م له خوا د انسانانو لپاره د ژوند د غېر مناسب ځايونو په لېست کې شامل کړای شوی و. له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د شي های ګو مليونونه اوسېدونکي ګام په ګام له دغه ځای څخه نورو ځايونو ته انتقال شوي او خپل نوي کورونه يې اباد کړي دي. تر ۲۰۱۹ کال پورې په هونګ ده کلي کې د بېوزلو کسانو انډول ٪۰.۷۸ ته راټيټ شوی او د هر تن په سر کلنی عايدات يې ۸۳۴۵ يوانو ته رسېدلي دي، دغه کلی اوس له بېوزلۍ څخه وتلی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای