CRI Online

په هانکانګ کې به پوخ عمره دايمي اوسېدونکو ته لس زره هانکانګي ډالره ورکول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 10:32:23

د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې اعلان وکړ چې پوخ عمره دايمي اوسېدونکو ته به لس زره هانکانګي ډالره ورکړي، د نومونو د ثبتولو کارونه به د جون په ۲۱مه نېټه پيل شي او د راتلونکي کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې به ختم شي.

د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د مالي څانګې مشر چن ماو بو وويل، چې دايمي اوسېدونکي په بانکونو کې نومونه ثبتولی شي او د بانکي اکونټ له لارې لس زره هانکانګي ډالره تر لاسه کولی شي. هغه ښاريان چې د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جون تر پايه پورې نومونه ثبت کړي، د جولای له ۸مه نېټه وروسته به پيسې تر لاسه کړي. هغه ښاريان چې د جون له ۳۰مې نېټې وروسته نومونه ثبت کړي، د نومونو له ثبتېدو وروسته به په يوه اوونۍ کې پيسې تر لاسه کړي.

نوموړي هيله وښودله چې دغې پيسې د ښاريانو اقتصادي فشار سپک کړي او ښاريان د دغو پيسو له لارې ځايي اقتصاد سمسور کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای