د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۸ مه نېټه، د جارج فلويد د جسد کتنې مراسم د امريکا د هوستون ښار په يو کليسا کې تر سره شول.
دغه مراسم د همدې ورځې د غرمې له ۱۲ بجو څخه د مازديګر تر ۶ بجو پورې دوام درلود. د مقرراتو سره سم، يو ځل يوازې ۱۵ تنو کليسا ته د ننوتلو اجازه درلوده او پکې د پاتې کېدو وخت له ۱۰ دقيقو څخه زيات نه و. وګړي کليسا ته له ننوتلو مخکې اړ وو بايد د خوندينابه لپاره د بدن حرارت څارنه وکړي او ماسک واچوي.
د جارج فلويد قصدي وژنه په امريکا کې د مسلسلو احتجاجي فعاليتونو او لاريونونو سبب ګرځېدلې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |