CRI Online

وانګ يي د کيوبا د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 10:50:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۸ مه نېټه د کيوبا په بلنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير برونو رودريګويز پاريلا سره تليفوني خبرې وکړې.

رودريګوير وويل، کيوبا د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي لپاره د چين د لارښوونکي رول ستاينه کوي او له کيوبا او لاتيني امريکايي هېوادونو سره د چين لخوا له برابر شويو مرستو څخه مننه کوي. سږ کال د کيوبا او چين، لاتيني امريکا او چين تر منځ د اړيکو د ټينګېدو ۶۰ مه کليزه ده، موږ به د دې کال ګډې لمانځنې وکړو. کيوبا تل له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي او په پر له پسې ډول به په هره برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. نوموړي د کلمبيا د سولې بهير په باب د کيوبا دريځ څرګند کړ او د امريکا له دې کړنې سره يې مخالفت وکړ چې کيوبا يې د ترهګرو پر ضد عملياتو کې د نه همکار هېواد په توګه بللی.

وانګ يي وويل، چين او کيوبا د کوويد-۱۹ د مخنيوي په مبارزه کې ښه کار کړی دی. پر دې باور لرم چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو سوسياليستي ابادول لا بشپړ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای