CRI Online

د نړيوال اقتصاد اوسنۍ کمزورتيا له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو سخته ده

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 10:51:22

نړيوال بانک د جون په ۸مه نېټه يوه تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله نړيوال اقتصاد ډېر زيانمن شوی. اټکل کېږي چې سږ کال به نړيوال اقتصاد 5.2 سلنه کمزوری شي چې له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو سخته کمزورتيا ده.

د نړيوال بانک په اند، له دې امله چې کورنۍ تقاضا او عرضه، سوداګرۍ او پولي چارې سختې زيانمنې شوې، نو سږ کال به د پرمختللو هېوادونو اقتصادي اندازه 7 سلنه کمه شي.

د امريکا د ملي اقتصاد څېړنيزې ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد اقتصاد د روان کال له فبرورۍ څخه له ۲۰۰۸ کال راهيسې پر لومړي ځل په کمزورتيا کې دی.

د نړيوال بانک په راپور کې اټکل شوی چې سږ کال به د نويو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو اقتصادي اندازې 2.5 سلنه کمې شي، د هر تن په سر منځني عايدات به 3.6 سلنه ټيټ شي، دغه راز به څو ميليونه کسان په روان کال کې په سخته بېوزلۍ کې پاتې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای