CRI Online

د کوريا ديموکراتيک جمهوريت : دغه هېواد به د سپتمبر له ۹ مې نېټې څخه د کوريا له جمهوريت سره ټولې مخابراتي لارې پرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 10:52:15

د کوريا ديموکراتيک جمهوريت د مرکزي آژانس د جون په ۹مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد اړوندې ادارې به د همدې ورځې د غرمې له ۱۲ بجو څخه د دغه هېواد او د کوريا جمهوريت تر منځ مخابراتي لارې، د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ سمندري مخابراتي لارې، د دواړو خواوو تر منځ د مخابراتو ازمويښتي لارې، د کوريا ديموکراتيک جمهوريت د کار او زيار ګوند د مرکزي دفتر او د کوريا جمهوريت د جيون وا داي ماڼۍ تر منځ مخابراتي کرښې پرې او بندې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای