CRI Online

د امريکا د ديموکرات ګوند د پوليسو لخوا د زور زياتي کړنو د مخنيوي لپاره قانوني مسوده وړاندې کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 10:54:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ديموکرات ګوند د جون په ۸مه نېټه پر خلکو په تيره بيا پر افريقايي الاصه امريکايانو د پوليسو لخوا د زور زياتي کړنو د مخنيوي لپاره قانوني مسوده وړاندې کړه، څو نژادي تبعيض مخنيوي وشي.

په تيرو ۲ اوونيو کې، په ټوله امريکا کې د جارج فلويد د قصدي وژلو له امله احتجاجي فعاليتونه رامنځته شوي، په داسې حال کې د ديموکرات ګوند ۲۰۰ غړو په ګډه سره د پوليسو د عدلي مسوده وړاندې کړې، موخه يې زور زياتي کړنې لرونکو پوليسو ته د اجازې پياوړتيا او زياتوالی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای