د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جون په ۸مه نېټه د نينګ شيا د هوی قوم له کورواکې سيمې څخه ليدنه وکړه. شي جين پينګ د وو جونګ ښار د لي تونګ سيمې د جين هوا يوان په استوګنيزه سيمه کې له ځايي اوسېدونکو سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې موږ ټول د چيني ملت د لوی کور غړي يو. له بېوزلۍ څخه د وتلو، د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ او د عصري کېدو په لاره کې هيڅ قوم نه شي محرومېدای، موږ اوږه په اوږه پر مخ ځو. دا د چيني ملت د ۵ زره کلن تمدن څرګندويه او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام د وړتيا ښکارندويه ده.
د نينګ شيا د هوی قوم په کورواکه سيمه کې د هان، هوی او اويغور په شمول د زياتو قومونو خلک ژوند کوي. په ياده جين هوا يوان استوګنيزې سيمه کې د اوسېدونکو شمېر ۱۳۸۵۰ تنه دی چې نژدې نيمه برخه يې ملي لږکي دي. دغه استوګنيزه سيمه د اداري نظام د نوښت له لارې د چين د قومي يووالي او پرمختګ د وتلې ډلې لقب تر لاسه کړی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |