CRI Online

د های نان آزاد تجارتي بندر به د ګردې نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره نوی فرصت برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 13:54:36

د چين حکومت د جون په ۸مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د های نان آزاد تجارتي بندر د جوړولو عمومي پلان تشريح او تفسير کړ او څرګنده نښه يې خپره کړه: د کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله نړيوال اقتصادي پرمختګ ورو شوی دی . د نړيوال کېدو پر ضد او د ځاني سوداګرۍ ساتنې پر وړاندې ، چين له ټاکل شوې سرعت سره سم د لوړې کچې پرانستلو ته دوام ورکوي ، په کلکه د څو اړخيزم ملاتړ کوي او د اقتصاد نړيوال کېدل هڅوي.

په های نان کې د آزاد تجارتي بندر جوړول د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په بهير کې لوی تدبير دی چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا پلان شوی ، ځای پر ځای شوی او په خپله يې هڅولی دی. په ياده مطبوعاتي غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې د های نان آزاد تجارتي بندر بايد د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوي ډګر بدل شي او د پرانيستلو سويه يې بايد لوړه شي.

د لوړې کچې پرانيستلو نمونه لومړی د لوړې کچې نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو له قواعدو سره سمون ولري. د های نان ازاد تجارتي بندر د جوړولو پلان له لارې د سوداګرۍ ، پانګونې ، د خلکو د تګ راتګ ، ترانسپورت او د معلوماتو خوندي او منظم تګ راتګ لپاره يو لړ اداري تياريانې نيول شوي دي .

له پلان سره سم ،تر 2025 کال پورې به د های نان سوداګريز چاپيريال عموما په چين کې لومړۍ کچې ته ورسېږي او تر 2035 کال پورې به د های نان آزاد تجارتي بندر د چين د آزاد اقتصاد نوی ډګر وګرځي. د مناسب ، شفاف او وړاندوينې وړ سوداګريز چاپيريال د رامنځته کولو لپاره ، د ځايي حکومت اړوندې ادارې به د پېښې او تر پېښې وروسته د نظارت له لارې خپل تنظيمي مسؤليتونه پوره کړي .

په لنډه وينا ، د های نان آزادې سوداګرۍ بندر پاليسي يو بشپړ ، علمي او مؤثر سيسټم دی. له مهمو ټکو څخه يو دا دی چې له پلان سره سم ، د های نان آزاد تجارتي بندر به سږکال د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په اړه منفي ليست وټاکي او دا به د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په اړه لومړی منفي ليست وي. نوښت به د های نان آزاد تجارتي بندر د نظام د جوړونې په ټوله پروسه کې مدغم وي.

د يادونې وړ ده چې د های نان ازاد تجارتي بندر د جوړونې پلان يو عصري صنعتي اداره رامنځته کول دي او ښايي په راتلونکي کې د آزادې سوداګرۍ نورو بندرونو سره په همغږي ډول وده وکړي او د سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي. د های نان ولايت د شمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې، د 2020 کال په لومړۍ ربعه کې ، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته د های نان د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په چټکه توګه زيات شوی چې د های نان په ټولو وارداتو او صادراتو کې 81.2% نيسي. د جاپان د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې انستيتيوت لوی اقتصاد پوه نوري يوشي وايي چې های نان ټاپو د ختيځې آسيا او جنوب ختيځي آسيا د اقتصادي حلقې په مرکز کې پروت دی. د های نان آزاد تجارتي بندر ښايي د نړۍ د لوړې کچې ازاد تجارت او خلاص اقتصاد لپاره مهمه اډه وګرځي او د نړيوال اقتصاد د سالم پرمختګ لپاره به د مظاهرې رول ولوبوي.

که څه هم ياد بندر د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر اغېزې لاندې راغلی ،خو د چين پرانيستې دروازه به ونه تړل شي . په های نان کې د ازاد تجارتي بندر رامنځته کول پدې معنی دي چې چين نړۍ ته په خپلو کړنو سره ښودلې چې دا به په دوامداره توګه د سوداګرۍ او پانګونې آزادۍ او اسانتيا او د نړيوالې خلاصې همکارۍ هڅونه وکړي. دا وړاندوينه کېږي چې د های نان ازاد سوداګريز بندر جوړول به د چين بازار ته د پام وړ لا نوره وده ورکړي ، په چين کې بهرنيو سوداګرو ته به د پرمختګ لازيات فرصتونه برابر کړي او د نړيوال اقتصاد لپاره به د ودې او پرمختګ خوځنده ځواک برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای