CRI Online

د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې نړيواله مبارزه کې د چين خدمتونه د ليدو وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 20:28:08

د چين حکومت په دې وروستيو ورځو کې د کوويد-۱۹ په وړاندې مبارزه کې د دغه هېواد د فعاليتونو په هکله يو سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې په دې نړيواله مبارزه کې د چين د همکارۍ نظريې، فعاليتونه او وړانديزونه بيان شوي چې له دې نه څرګنديږي چې چين د واقعي فعاليتونو له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريي عملي کوي، له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ کوي او د مشکلاتو په حلولو کې د يو لوی هېواد دنده پر غاړه لري.

د کوويد-۱۹ وبا په نژدې سلو کلونو کې د انسانانو په وړاندې تر ټولو لويه ساري وبا او د ټولې نړۍ په وړاندې يو سخت بحران دی. په ياد سپين کتاب کې د مشخصو شميرو او حقايقو له لارې د دغه وبا د وقايې او کنټرول په بهير کې د ټولو چينايانو هلې ځلې، د چين او نړۍ تر منځ د همکاريو مهال ويش، په خپله له نړۍ سره د اړوندو مالوماتو او تجربو شريکولو بهير، له نورو هېوادونو سره تر وسې پورې د بشري مرستو او د علمي څيړنې په برخه کې له نړۍ سره د همکارۍ په هکله محتويات ليکل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې له وبا سره د مبارزې په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظريه دا ده چې يووالی او همکارۍ د وبا په وړاندې د نړيوالې ټولنې تر ټولو ځواکمنه وسله ده. د وبا رامنځته کېدو راهيسې شي جين پينګ د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له نژدې پنځوسو مشرانو سره د تليفونې خبرو او يا ملاقاتوناو له لارې د وبا د وقايې او کنټرول په اړه د نظريو تبادلې کړې.

په سپين کتاب کې ليکل شوي چې د مې تر ۳۱مې نيټې پورې چين ۲۷ هېوادونو ته ۲۹ طبي ګروپونه ليږلي، ۱۵۰ هېوادونو او ۴نړيوالو سازمانونو ته يې اړوندې مرستې برابرې کړې، دغه راز يې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته د وبا د وقايې او کنټرول لپاره توکي صادر کړي دي. په دې بهير کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ اړيکې لا ټينګې شوې او د چين د دوستانو شمېر لا زيات شوی دی. دغه وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. نو په راتلونکې کې بايد څه وشي؟ په ياد سپين کتاب کې ليکل شوي چې بېلا بېل هېوادونه بايد په ګډه د وبا د وقايې او کنټرول لپاره همکارۍ وکړي،د وبا له امله رامنځته کېدوونکې منفي اقتصادي اغيزې ليري کړي، کمزورو هېوادونو ته مرستې برابرې کړي، د وبا په پلمه پر نورو هېوادونو د تور لګولو او سياسي کېدو له کړنو سره ټينګ مخالفت وکړي، د عامې روغتيا نړيوال سيستم بشپړ کړي. چين به په دوامداره توګه له وبا سره د نړيوالې مبارزې له بهير سره خپلې تجربې شريکې کړي.

په دې ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونې رول ملاتړ کول ډېر مهم دي. تر اوسه پورې چين دغه سازمان ته په دوو جوپو ۵۰ مليونه ډالره ورکړي دي، د واکسين نړيوالې اتحاديې په شمول يو شمېر سازمانونو ته يې هم مرستې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې واکسين به له جوړولو وروسته ټولنې نړۍ ته ورکړي.

خو بايد دې ته جدي پام وشي چې وبا پر نړيوال اقتصاد سخته منفي اغيزې اچوي. د ځينو لويديځو هېوادونو سياستوال په دې ترڅ کې د نړيوال کيدو بهير د پري کولو په اړه ناسمې خبرې کوي. په دې هکله په سپين کتاب کې ويل شوي چې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د عمومي اقتصاد د تګلارو همغږۍ وکړي، په ګډه د نړيوال توليد ځنځير ثابتوالی وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای