CRI Online

په امريکا کې پر خبريالانو د پوليسو د بريدونو له امله د دغه هېواد حيثيت په نړيواله کچه زيانمن شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 20:31:42

پر ځايي وخت د جون په ۳مه نېټه د امريکا د مطبوعاتي چارو د لټونکي سيستم د شميرنې له مخې، په تېره څه دپاسه يوه اوونۍ کې په دغه هېواد کې د مطبوعاتي پر ازادۍ د تيري پيښو شمېر نژدې دوه سوو ته رسيدلی چې په په تېرو دريو کلونو کې د ورته پېښو له منځني شمير څخه زيات شوی.

د امريکا د مشهورو خبري رسنيو CNN،MSNBC ،CBSاو ځينو نورو مهمو بهرنيو خبري رسنيو خبريالان د احتجاجي فعاليتونو د منعکسولو په وخت کې د پوليسو له زورزياتي سره مخ شوي. د دغو لويو خبري رسنيو په قول د امريکا څانګو لخوا د مطبوعات ازادۍ خلافورزی او پر خبريالانو د بريدونو او فشارونو اچولو اندازه د پخوا په پرتله ډېره سخته شوې.

د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت له دې امله له سختو ننګونو سره مخ دي.د پوليسو لخوا پر هغو خبريالانو بريدونه چې په امريکا کې د احتجاجي فعاليتونو ته انعکاس ورکوي، نه يوازې په نړيواله کچه يې د امريکا حيثيت خراب کړی، بلکې د امريکا ملګري هېوادونه يې د دغه هېواد د داخلي حالاتو په هکله غوسه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای