CRI Online

شي جين پينګ او د فليپين ولسمشر د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د تينګېدو د ۴۵ مې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2020-06-09 20:48:59

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فليپين ولسمشر رودريګو دوتريتی د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د تينګېدو د ۴۵ مې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې چين او فليپين ښه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو تر منځ دوستۍ اوږد تاريخ لري. دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي اړيکو د تينګېدو له ۴۵ کالو راهيسې پرمختګونه تر لاسه کړی. په تېره بيا په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي باور لا تينګ شوی، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې شوې، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه يې لاسته راوړنې درلودلې، د دواړو هېوادونو د خلکو ژوند ښه شوی او د سيمه ييز ثبات او پرمختګ په اړه يې خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او فليپين اوس د پرمختګ په مهم وخت کې دي او د خپلمنځ هکارۍ پراخې راتلونکۍ شتون دی.

رودريګو دوتريتی په خپل پيغام کې ويلي چې نړيواله امنيت او ثبات اوس له ستونزو سره مخامخ دی او پر کوويد۱۹ سر بېره امنيتي ګواښ هم زيات شوی. دا مهمه ده چې د فليپين او چين تر منځ دوستنه اړيکې دې پياوړې شي. فليپين چين د دوستی ګاونډي او مهم همکار په توګه ګنلی او غواړي له چين سره هراړهيزې ستراتيژيکې همکارۍ لا ژورې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای