د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټريس د جون په ۹مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې سمدلاسه تدبيرونه ونيسي څو چې لا نور زيات کسان د کوويدـ۱۹ ويروس له امله له لوږې څخه وساتي.
م م په همدې ورځ د (( د خوراکونو پر امنيت او غذا باندې د کوويدـ۱۹ ويروس اغېزه )) په نوم لنډ راپور خپور کړ. ګوټريس وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس له امله به سږکال په سخت بې وزليتوب کې د پاتې شويو کسانو شمېر ۴۹ ميليونه زيات شي او نور زيات کسان به د خوراک او غذا له کمښت سره مخامخ شي. که نړيواله ټولنه سمدلاسه تدبيرونه و نه نيسي، لا نور زيات کسان به د خوراکونو د کمښت له حالت سره مخ شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |