د امريکا مشهور ويروس پوه پيټر داسزاک په دې وروستيو کې د ګاردين په ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل ساينسپوهان په دې پوهېږي چې کوويد-۱۹ په لابراتوار کې نه دی جوړ شوی.
د جون په ۳مه نېټه، د بريتانيا د پوځي استخباراتو د ۶مې ادارې پخواني مشر ريچارډ ديرلوف د يو تېزس په يادونې سره دا ويلي وو، چې د کوويد-۱۹ ويروس په طبيعي ډول نه دی پيدا شوی، د چيني ساينسپوهانو لخوا جوړ شوی. ياده مقاله د ديرلوف د دې بې اساسه خبرو په ځواب کې خپره شوې ده.
ويروس پوه پيټر داسزاک په دې مقاله کې ويلي، يو شمېر ساينسپوهانو له دې تېزس سره سخت مخالفت کړی، د دې تېزس يو مؤلف يعنې د ناروې پوځ سر علمي مشاور جون فريدريک موکسنيس له دې تېزس څخه خپل نوم لېری او پاک کړی دی. نور ساينسپوهان چې د فرانسيس کليک له اکاډمۍ او د لندن د ساينس او انجنيرۍ له شاهي پوهنځي څخه راغلي، هم دغه تېزس رد کړ. دوی وويل، موږ په چين کې د ۱۵ کلونو لپاره کار کړی او دا د دې ويروس د څېړنې په ساحه کې زموږ د ځانګړي رول سبب ګرځي. موږ په تازه خپور شوي تېزس کې د ۷۸۱ نويو ويروسونو جوړښتونه خپاره کړل چې په اسمانڅکالو کې پيدا شوي دي. موږ دا ټينګ نظر لرو چې کوويد-۱۹ له اسمانڅکالي څخه انسانانو ته سرايت کړی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |