CRI Online

د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې په همکاريو کې د چين خدمتونه ډېر د ليدو وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-10 11:41:20
د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې په همکاريو کې د چين خدمتونه ډېر د ليدو وړ دي

د چين حکومت څو ورځې مخکې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې نړيواله مبارزه کې د دغه هېواد د تدابيرو په هکله يو سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې په دې نړيواله مبارزه کې د چين د همکارۍ نظريې، تدبيرونه او وړانديزونه بيان شوي او ور څخه څرګنديږي چې چين د رښتينو کړنو له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريي عملي کوي، له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ کوي او د مشکلاتو حلولو په بهير کې د يو لوی هېواد دنده پر غاړه لري.

د کوويد-۱۹ وبا د انسانانو پر وړاندې لويه ساري ناروغي ده چې په تېرو سلو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی او د ټولې نړۍ لپاره د يو سخت سبب ګرځېدلې دی. په ياد سپين کتاب کې د مشخصو شمېرو او حقايقو له لارې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په بهير کې د ټولو چينايانو هلې ځلې، د چين او نړۍ تر منځ د همکاريو مهال ويش څرګند شوی دی. برسيره پر دې، چين په ابتکاري توګه له نړۍ سره د اړوندو مالوماتو او تجربو د شريکولو بهير، د دغه هېواد له لوري له نورو هېوادونو سره تر وسې پورې د مرستې کولو او د علمي څيړنې په برخه کې له نړۍ سره د همکارۍ په هکله ځيني محتويات هم پکې ليکل شوي دي.

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې مرستيال سرمنشي کونګ فوک په دې نظر دی چې دغه سپين کتاب د يادې ناروغۍ د مخنيوي په بېلا بېلو مرحلو کې د ټولو هېوادونو لپاره د چين بريالۍ او ګټورې تجربې بيان کړي دي. د عربي متحده اماراتو کارپوه خالد وايي، د چين حکومت د يادې ناروغۍ د خپرېدو په موده کې د رښتينو کړنو له لارې دا تاييد کړې چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول ريښتنی ارزښت لري.

له يادې وبا سره د نړيوالې مبارزې په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظريه دا ده چې يووالی او همکارۍ د نړيوالې ټولنې تر ټولو ځواکمنه وسله ده. د کوويد-۱۹ ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې شي جين پينګ د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له نژدې پنځوسو مشرانو سره د تليفونې خبرو او يا ملاقاتونو له لارې د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.

په دې سپين کتاب کې راغلي چې د تېرې مې تر ۳۱مې نيټې پورې چين ۲۷ هېوادونو ته ۲۹ طبي ګروپونه ليږلي، ۱۵۰ هېوادونو او ۴نړيوالو سازمانونو ته يې اړوندې مرستې برابرې کړي، دغه راز ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته يې د يادې ناروغۍ وقايوي توکي صادر کړي دي. په دې بهير کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ اړيکې لا ټينګې شوې او د چين د دوستانو شمېر لا زيات شوی دی.

اوس دغه وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، نړۍ بايد څه وکړي؟ په ياد سپين کتاب کې ليکل شوي چې بېلا بېل هېوادونه بايد په ګډه د وبا د وقايې او کنټرول لپاره همکارۍ وکړي، پر اقتصاد د دې وبا منفي اغيزې دې ليري کړي، له کمزورو هېوادونو سره دې مرستې وکړي، د وبا په پلمه پر نورو هېوادونو د تور لګولو او د ناروغۍ د سياسي کېدو له کړنو سره دې ټينګ مخالفت وکړي او د عامې روغتيا نړيوال سيستم دې بشپړ کړي. چين به په دوامداره توګه له يادې وبا سره په نړيواله مبارزه کې خپل خدمتونه ترسره کړي.

تر اوسه پورې چين د روغتيا نړيوال سازمان ته په دوو جوپو ۵۰ مليونه ډالره ورکړي، د واکسين نړيوالې اتحاديې په شمول يو شمېر سازمانونو ته يې هم مرستې ورکړي او ژمنه يې کړې ده چې واکسين به له جوړونې وروسته له ټولې نړۍ سره شريک کړي.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې اوس يادې وبا پر نړيوال اقتصاد سخته منفي اغيزه کړې. خو د ځينو لويديځو هېوادونو سياستوال په دې ترڅ کې د نړيوال کيدو بهير د مخنيوي په اړه يو لړ ناسمې خبرې او کړنې ترسره کوي. په دې هکله په ياد سپين کتاب کې پر دې ټينګار شوی چې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د عمومي اقتصاد د تګلارو همغږۍ پياوړې کړي او په ګډه د نړيوال توليدي ځنځير ثابتوالی وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای