CRI Online

پمپيو د چال باز په شان ديپلوماتيکې تګلارې جوړوي او پلې کوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-10 20:29:32

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو چې کله کله دروغ وايي، څو ورځې دمخه يو ځل بيا ناسمې خبرې وکړې او پر چين يې تور ولګاوه چې د افريقايي الاصله امريکايي فلويد د ژونې په پلمه يې جعلي خبرونه خپاره کړي وي.

د فلويد له وژل کېدو څخه د امريکا په ټولنيز سيستم کې د نژادي تبعيض په اړه سختې نيمګړتياوې څرګندېږي چې د ټولو نړيوالو د قهر سبب شوی دی. د م م د لوړ پوړيو چارواکيو او د امريکا د ۴ پخوانيو ولسمشرانو په شمول يو لړ مشهورو شخصيتونو د خپلو اعلاميو په خپرولو سره د دې پېښې سخته غندنه وکړه. د نړۍ په زياتو ښارونو کې عامو خلکو د مظاهرو په تر سره کولو سره له نژادي تبعيض سره خپل مخالفت څرګند کړ. دا ټول د ليدو وړ واقعيتونه دي او د چين لخوا نه دي جوړ شوي دي. ولې پمپيو په دې اړه پر چين تور لګوي؟ ممکن هغه بله پټه موخه لري.

ليدل کېږي چې پمپيو د کوويد ۱۹ له خپرېدو راهيسې د ويروس د کنټرول او مخنيوي د هڅولو پر ځای کله کله پر بهرنيو هېوادونو او يا نړيوالو سازمانونو نيوکې کوي او د خپل هېواد په دننه کې د نژادي تبعيض د پټولو لپاره يې زياتې خبرې کړې دي.

چين هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او د امريکا له کورنيو چارو سره هم هېڅ علاقه نه لري. دا چې چينايان په امريکا کې د نژادي تبعيض د سختېدو له امله ډېر په قهر شول او پرې يې زياتې نيوکې وکړې، بيخي معقول دي.

له زياتو واقعيتونو څخه څرګندېږي چې د جعلي خبرونو جوړول، پر عامو خلکو او له نورو هېوادونو سره چل او دوکه د پمپيو لخوا د ځانګړو ديپلوماتيکو تګلارو يوه ستره ځانګړتيا ده. پر چين تور لګول د پمپيو يو عادي کار ګرځېدلی دی. څو ورځې دمخه امريکا اعلان وکړ چې په راتلونکي سپتمبر کې به د ۷ هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره د هند، استراليا، کوريا جمهوريت او روسيې مشرانو ته بلنه ورکړي او د چين راتلونکی به د يادې سرمشريزې غونډې يوه مرکزي مسئله وګرځي. د روسيې د خارجه وزارت وياندې ماريا زاخاروا په دې اړه ويلي چې پرته له چين نه هر ډول نړيوال وړانديز به نشي تر سره کېدای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای