CRI Online

د اقتصادي همکاريو او پرمختګ نړيوال سازمان: سږکال به نړيوال اقتصاد ۶ فيصده يا ۷.۶ فيصده ټيټ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 10:06:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ نړيوال سازمان د جون په ۱۰مه نېټه د اقتصادي وړاندوينې راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ويل شوي، که د سږکال تر پايه پورې د کوويدـ۱۹ ويروس دوهم پړاو وبا پېښه شي او بېلابېل ځايونه يو ځل بيا د قرانطين تدبيرونه ونيسي، نو سږکال به نړيوال اقتصاد ۷.۶ فيصده ټيټ شي او په ۲۰۲۱ کال کې به ۲.۸ فيصده زيات شي. که دوهم پړاو وبا پېښه نه شي، نو بيا به سږنی نړيوال اقتصاد ۶ فيصده ټيټ شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای