CRI Online

فلسطين د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي په مبارزه کې د چين تجربو ته اهميت ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 10:56:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د روغتيا وزير د جون په ۱۰مه نېټه وويل، دغه هېواد د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي په مبارزه کې د چين تجربو ته په درنه سترګه ګوري او فلسطين له چين څخه غوښتنه کړې چې طبي ډله ورولېږي.

د چين طبي کارپوهانو ډله د همدې ورځې له غرمې وروسته د اردن سيند د لوېديځې غاړې د رام الله ښار ته رسېدلې ده. نوموړي د دې ډلې د هرکلي په مراسمو کې وويل، چين د طبي ډلې د لېږلو په باب د فلسطين غوښتنه ډېر ژر پوره کړه، له دې څخه څرګندېږي چې چين د يو مسئول هېواد په حيث د فلسطينيانو ټينګ ملاتړ کوي. فلسطين به له چين سره د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي تجربې شريکې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا نژدې والي لپاره به کوښښ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای