د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د پرمختګ پروګرام ادارې د جون په ۱۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې دې ته اشاره کړې چې د کوويد-۱۹ ويروس په باب د جعلي مالوماتو د خپرېدو حالات سخت شوي او دا د دې ويروس ناوړه اغېزه يې لا سخته کړې، بېلا بېل هېوادونه دې د دغو جعلي مالوماتو د مخنيوي لپاره ګډ کوښښ وکړي.
اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او وګړي دې يو پر بل اعتماد ولري، څو د جعلي مالوماتو بده اغېزه او زيانونه کم شي. د جعلي مالوماتو د مخنيوي لپاره د م م د پرمختګ پروګرام ادارې، بېلا بېلو حکومتونو، خبري رسنيو او اړوندو شخصيتونو تر منځ همکارۍ روانې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |