CRI Online

د المان خارجه وزير : د اردن سيند د لوېديځې غاړې د ځينو ځمکو د نيولو په غرض د اسرائيلو پلان له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 11:00:06

د المان د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس د جون په ۱۰مه نېټه په بيت المقدس کې وويل، اسرائيل به د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اردن سيند د لوېديځې غاړې ځينې ځمکې په خپل اختيار کې راولي، دا له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. المان لا هم پر دې نظر دی چې بايد د دوو هېوادونو د جوړونې پلان سره سم د اسرائيلو او فلسطين تر منځ مسئله حل شي.

ماس د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه له اسرائيلو څخه ليدنه وکړه او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې په ګډه خبري ناسته کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د مسئلې په باب د المان دريځ بيا تائيد کړ. هغه وويل، المان د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو او ډيالوګ د بيا پيل لپاره د هر ډول غوښتنې ملاتړ کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای