CRI Online

فلسطين به يو غير پوځي هېواد جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 11:01:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين صدراعظم محمد اشتيه د جون په ۹ نېټه وويل، فلسطين به يو غير پوځي هېواد جوړ کړي او له اسرائيلو سره به سوله وساتي.

هغه په همدې ورځ په رام الله کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سږ کال په پيل کې د منځني ختيځ نوی سوله ييز پلان وړاندې کړ، فلسطين د دې په مقابل کې د منځني ختيځ مسئلې ۴ خواوو ته د يو غير پوځي فلسطين هېواد د جوړولو پلان وړاندې کړی او له دې څخه څرګندېږي چې فلسطين به د سرحدي کرښې کوچنی بدلون هم تر نظر لاندې ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای