د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر طيب اردوغان د جون په ۱۰مه نېټه تليفوني خبرې وکړې او د ليبيا او سوريې د حالاتو په باب يې بحثونه وکړل.
د کريملين ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پوتين او اردوغان په يادو تليفوني خبرو کې په ليبيا کې د لويې پيمانې وسله والو شخړو له امله په رامنځته شوې مرګ ژوبلې اندېښنه ښکاره کړه. پوتين په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې د م م د ۲۵۱۰م پرېکړه ليک پر بنسټ او په سياسي او ديپلوماتيکو لارو د شخړو د حل و فصل په هکله د اړوندو غوښتنو سره سم بايد ژر تر ژره په دغه هېواد کې اوربند وشي او خبرې اترې بيا پيل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |