د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم غيبريېسوس د جون په ۱۰مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د ناروغۍ نښې نه لرونکي ناروغان هم کولی شي چې کوويدـ۱۹ ويروس خپور کړي او اړوندې څېړنې روانې دي.
نوموړي وويل، کوويدـ۱۹ ويروس يو نوی ډول ويروس دی، د روغتيا نړيوال سازمان د رغنده بحثونو هرکلی کوي او دا هم د ساينس د پرمختګ لپاره ګټور دی. د نورو زياتو څېړنيزو نتيجو په رامنځته کېدو سره دغه سازمان به په دوامدار ډول اړوند نوي وړانديزونه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |