CRI Online

په کوويدـ۱۹ ويروس وبا کې د امريکا د بشري حقوقو بحران په ډاګه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 12:09:07

د چين د بشري حقوقو انسټيټيوټ د جون په ۱۱مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه، چې نوم يې دی (( په کوويدـ۱۹ ويروس وبا کې د امريکا د بشري حقوق بحران په ډاګه دی)). په دغه ليکنه کې د ډېرو حقيقتونو او شمېرنو له لارې له کوويدـ۱۹ ويروس وبا سره په مبارزه کې د امريکايي حکومت ځانځاني روحيه، بې کفايته او بې مسئولانه ياده شوې او د دې هېواد د ټولنيز بېلتون، په بېوزليتوب او شتمنۍ د سخت ويشل کېدو، د نژادي تبعيض او د کمزورو خلکو د حقوقو د نه ضمانت په شمول يو لړ بېلابېلې مسئلې هم پکې په ډاګه شوي دي.

په ياده ليکنه کې دا هم راغلي، چې کوويدـ۱۹ ويروس له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو سخته نړيواله روغتيايي پېښه ده او د نړيوالو هېوادونو د بشري حقوقو لپاره يوه ازموينه ده. په علمي ډول د وقايې او کنټرول تدبيرونو نيول او په پوره توګه د خلکو د امنيت او روغتيا ساتل د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو ګډ مسئوليت دی.

(( ټايمز )) ويبسايټ د مۍ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا ۹۰ فيصده مړه شوي ناروغان د دې هېواد د ناوخته تدبيرونو له امله مړه شوي دي او دا د امريکا د ديموکراسۍ ناکامي ده، ځينو امريکايي سياستوالو د خلکو امنيت او روغتيا ته لومړيتوب ورنه کړ او د کوويدـ۱۹ ويروس وبا په وسيله يې پر سياسي دوښمن حمله وکړه، څو په لويو ټاکنو کې ترې ګټه واخلي. د دې وبا له پېښېدو راهيسې د امريکا لوړ پوړي چارواکي د خپل تسلط د ساتلو لپاره په دوامدار ډول پر چين تورونه لګوي. امريکا لا هم غواړي خپله تېروتنه د روغتيا پر نړيوال سازمان واچوي، له يوې خوا بې اساسه تور ورباندې لګوي، له بلې خوا دغه سازمان ته د فيس د ځنډولو له لارې ګواښ کوي. د کوويدـ۱۹ ويروس وبا د سخت خپرېدو په مهال کې امريکايي حکومت لا هم پر ايران، کيوبا،وينزويلا باندې بنديزونه لګوي او له دې امله ياد هېوادونه نه شي کولی چې پر وخت اړين طبي توکي تر لاسه کړي او د خلکو ژوندي او روغتيايي حقونه يې په ويجاړېدو دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای