CRI Online

شي جين پينګ د نينګ شيا د هوې قوم له کورواکې سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو ټينګ هوډ وښود

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 14:11:29

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چين د نينګ شيا د هوې قوم له کورواکې سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې بېلا بېلې خواوې بايد په پوره توګه د ګوند د مرکزي کمېټې فرمانونه او ترتيبات پلې کړي، بايد د ثبات د ساتلو تر څنګ د پرمختګ د موندلو اصولو ته په کتو پر نويو انکشافي افکارو ټينګار وکړي، بايد په سږنيو دوو ملي سياسي غونډو کې د ټاکل شويو کاري تګلارو له مخې د سترو خطرونو د مخنيوي او ليرې کولو، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي په دريو برخو کې د ښه کار کولو لپاره هڅې وکړي، بايد په جدي توګه د (شپږ ثابتوالي) او د ( شپږ ساتنې) کارونه او دندې تر سره کړي. بېلا بېلې ادارې بايد د کوويدـ۱۹ وبا د منفي اغيزو په کموالي سره د کاري فرصت او د خلکو د ژوند تامينولو ته لومړيتوب ورکړي، څو په هره ساحه کې شتمنه ټولنه اباده شي، په پوره توګه بې وزلي له منځه يووړل شي او د اقتصاد د سمسورتيا، د ملت د يووالي، د چاپيريال د پاکوالي او د خلکو د شتمنۍ پر اساس نوی نينګ شيا اباده شي.

د معلوماتو له مخې، عمومي منشي شي جين پينګ د جون له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په وار سره د نينګ شيا د وو جونګ او اين چوان په شمول له ګڼو ځايونو څخه ليدنه وکړه. نوموړي له کليوالو سيمو، اوسيدونکو سيمو، د سيلاوونو د مخنيوي له پروژې، د کرهنيزو چارو له فارمونو څخه کتنه وکړه. هغه د دغې ليدنې په ترڅ کې د کرونا وبا د وقايې او کنترول د عادي کارونو، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د چاپيريال د ساتنې او د ملت د يووالي د ساتنې په برخو کې د کارونو څارنه وکړه.

د وو جونګ ښار د هونګ سه پو علاقه دارۍ په هونګ ده کلي کې ۱۰۳۶ بې وزلۍ کورنۍ ثبت شوي چې عمومي شمېر يې ۴۴۹۷ کسان دي. تر څو کلنو کوښښونو وروسته تر اوسه پورې په دغه کلي کې د بې وزلۍ کورنيو او کسانو شمېر په جلا جلا توګه شل او پنځوس ته ټيټ شوی دی. د جون د ۸مې نېټې په ماسپښين، شي جين پينګ له دغه کلي څخه ليدنه وکړه. هغه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله په جوړه شوې فابريکه کې له کليوالو اوسيدونکو سره خبرې وکړې. کليوالو اوسيدونکو شي جين پينګ ته وويل، چې په دغه کلي کې د کاغذ بکس توليدي فابريکه جوړه شوې او په دې مناسبت کابو سلو کليوالو اوسيدونکو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي. شي جين پينګ د دې کار ستاينه وکړه. نوموړي وويل، چې د دغه شان فابريکو د جوړونې موخه د بې وزلۍ له منځه وړل دي، نو دغه موخه دې ټينګه شي، او لا زياتو بې وزليو کسانو ته دې کاري فرصتونه برابر شي. د تصديو لخوا د دغه شان فابريکو له جوړولو څخه څرګندېږي چې مخکی شتمنې شوي خواوې له بې وزليو او وروسته پاتې کسانو سره مرسته کوي. دغه عمل ډېر اهميت لري.

له دغه کلي څخه د شي جين پينګ د ليدنې په پای کې زياتو ځايي خلکو د کلي په لاره کې شي جين پينګ سره خدای پامانې وکړه.

د وو جونګ ښار د جين هوا يوان په اوسيدونکې سيمه کې ۱۳۸۵۰ اوسيدونکي شتون لري او د هان، هوې، مان، مغولي او ځانګ قومونو اوسيدونکي په دې ځای کې ګډ او خوشحاله ژوند کوي. دغه سيمه مخکې د چين د ملت د يووالي او ترقي د نمونې په توګه بلله شوې ده. اوسيدونکو ته د دغې سيمې د ګوندي کمېټې په خدمتي مرکز کې شي جين پينګ په مهربانۍ سره له ځايي اوسيدونکو سره خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، 

باور لرم چې موږ به د ګوند او حکومت تر پر له پسې او دايمي کوښښونو لاندې او زموږ د خلکو د ګډو هڅو له لارې لا ښه او نيکمرغه ژوند وکړو.

نوموړي پر دې ټيڼګار وکړ چې چيني ملت د څو قومونو په يووالي سره يو ستر ملت ګرځېدلی دی. په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د جوړونې موخه دې ټولو قومونو ته ګټې ورکړي. د بېلا بېلو قومونو په يووالي سره د شتمنې ټولنې له ابادولو څخه د چيني ملت غوره دودونه څرګندېږي او ورڅخه د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام غوره والی هم ښکاري. سوسياليزم او نيکمرغي د خلکو د کوښښونو پر اساس تر سره کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای