CRI Online

امريکا چې ځان د بشري حقونو د تش په نامه ساتونکي بولي ،يو شرمېدونکی هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-11 20:59:39

"اوس دا وخت دی چې امريکا بايد محکومه شي."په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د ولسي حقونو اتحاد د م م د بشري حقونو شورا ته يو پيغام واستاوه او پکې يې يادې خبرې وليکلې.دوی په دې پيغام کې له م م څخه غوښتنه وکړه چې په لاريونونو کې د امريکا پوليسو د تشدد په هکله يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړي او د اړوندو قضيو پلټنه وکړي. دوی دغه راز پر دې ټينګار وکړ چې م م بايد د امريکايانو له غوښتنو څخه ملاتړ وکړي او په امريکا کې له بشري حقونو څخه پر سرغړونو تورن کسان دې محاکمه کړی شي.

په تېرو څه باندې لسو ورځو کې د افريقايي الاصله امريکايي جورج فلويد د وژنې له امله د توکم پالنې ضد غورځنګ غورځنګ په ټوله امريکا کې پر مظاهرو لاس پوری کړی. د امريکا د وارسچريټ ورځپاڼې او د دې هېواد د ان بي سي راډيويي شرکت د جون په اتمه نېټه د يوې ګډې ټولپوښتنې نتيجه خپره کړه چې له امله يې کابو اتيا سلنه امريکايان په دې اند دي چې د امريکا حکومت ټولنيز منظم نه دی کنټرول کړی .نو ولی د نړۍ په يوازيني سوپر هېواد کې همداسې حالت رامنځته شوی؟

که څه هم د امريکايانو په منځ کې دومره زيات شکايتونه شته دي.خو د امريکا قانون تطبيقوونکي هم له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. د م م د بشري حقونو چارو لوړ پوړې چارواکې باچريټ دې ته په اشارې سره وويل چې د لاريونونو په موده کې که څه هم ځينو خبريالانو خپل هويت څرګند کړی،خو لا اوس هم لږ تر لږه دوه سوه خبريالان د امريکايي پوليسو له بريدونو سره مخ شوي اويا د دوی له خوا نيول شوي.هغې وويل، امريکا تل اعلان کړی چې خلک په دې هېواد کې د بيان ازادۍ حق لري، خو په دې هېواد کې لاهم يادې پېښې رامنځته شوې چې دا د حيرنتيا وړ ده.

دا د خواشينۍ وړ ده چې ځينو امريکايي سياستوالو او خبري رسنيو پر خپلو کړنو غور نه دی کړی بلکې د امريکا په ټولنه کې د نژادي تضادونو د زياتوالي لپاره هڅه کوي.له دې څخه ښکاري چې امريکا چې تل يې ځان د بشري حقونو ساتونکی بللی، د بشري ناورين جوړونکی دی او يو شرمېدونکی هېواد دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای