د چين ولسمشر شي جين پينګ د جون د ۱۱مې نېټې په شپه د فليپين له ولسمشر رودريګو دوتريت سره تليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د کوويد-۱۹ ويروس له خپرېدو وروسته، د چين او فليپين حکومتونو يو له بل سره مرسته کړې او په ګډه يې د دې ويروس د مخنيوي په مبارزه کې کوښښونه کړي دي. زه ډېر خوشحال يم چې فليپين ستاسو تر مشرتابه لاندې د ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره يو لړ ځواکمن تدبيرونه نيولي دي او مثبته اغېزه يې کړې ده. چين غواړي چې له فليپين سره نژدې همکارۍ وکړي، د روغتيا د نړيوال سازمان د رول د لا پياوړتيا ملاتړ وکړي او د انساني روغتيا د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د چين او فليپين تر منځ دوستي او اعتماد ټينګ دی، زموږ تر منځ ستراتيژيکې هر اړخيزې همکاريزې اړيکې به لا روښانه اينده ولري.
دوتريت وويل، سږ کال د فليپين او چين تر منځ د اړيکو د ټينګېدو ۴۵ کليزه ده، چين نه يوازې په خپل هېواد کې د کوويد-۱۹ ويروس مخنيوی کړی، بلکې د فليپين په ګډون له ملګرو هېوادونو سره يې مرستې هم کړې دي. تاسو اعلان کړی دی، که چين د واکسين څېړنه بريالې کړي، د چين لخوا جوړ شوی واکسين به ټولې نړۍ ته برابر شي او دا به ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |