د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې ولسمشر بشار الاسد د جون په ۱۱مه نېټه د دې هېواد صدراعظم عماد خميس له وظيفې ګوښه کړ او پر ځای يې د اوبو لګولو وزير حسين ارنوس د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکه. د سوريې حکومت به د نوې کابينې تر جوړېدو پورې خپلې چارې پرمخ يوسي.
په دې وروستيو کې د سوريې د پيسو قيمت ډېر ټيټ شوی، د استهلاکي موادو ارزښت لوړ شوی. خلک له حکومت څخه رضايت نه لري. د سوريې ولسمشر بشار الاسد له دې مخکې د کابينې څو وزيران او واليان هم له دندو لرې کړې وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |