CRI Online

د استراليا څېړنيز انستيتيوټ: په انټرنېټ کې اجير کسان د کوويد-۱۹ ويروس په اړه توطيې جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-12 11:49:51

د استراليا څېړنيز انستيتيوټ په دې وروستيو ورځو کې يو راپور خپور کړ چې عنوان يې دی د کوويد-۱۹ ويروس په اړه د غلطو معلوماتو خپرېدل تنظيم شوي، دا د ويروس په څير دی. له ياد راپور سره سم، د روان کال له مارچ راهيسې په انټرنېټ کې يو شمېر اجيرو کسانو د ټويټر په ګډون د ټولنيزو رسنيو له لارې هغه توطيه خپره کړې چې ګواکې د کوويد-۱۹ ويروس په مصنوعي ډول د جوړېدو په اړه پر چين تورونه ولګول. ياد راپور د څېړنې له لارې موندلې چې زياترو ګنګوسه خپروونکو د واکسين ضد ، د 5G د پرمختګ ضد او د چين د سمسورتيا پر ضد له اجيرو ډلو سره اړيکې ټينګې کړي او پروپاګنډه خپروي.

د استراليا څېړونکي تيموسي ګراهام وويل چې د دوی په څېړنه کې موندل شوې چې په اوس وخت کې د کيمياوي وسلو په اړه توطيه په ټويټر کې ترټولو پراخه کچه خپرېدونکې ده.

موږ په انټرنېټ کې خپرې شوې ۶ توطيې او سرچينې او د خپرونې لارې چارې يې څېړلي دي. بيا موږ د تنظيم شوي عملونه وموندل ، هدف يې دا دی چې دا توطيې په انټرنېټ کې د ويروس په شان خپور شي.

د څېړنې ټيم دا هم موندلې چې ډېرو ټويټر استعمالوونکو په يوه ثانيه کې مقاله خپره کړې او ځينو يې په يوه دقيقه کې بيا بيا خپره کړې ده. ښاغلي ګراهام وويل چې په دا ډول ګړندۍ او لويې پيمانې د مقالې خپرول په څرګند ډول د عادي کسانو عملونه نه دي. هغه وويل، موږ تر څېړنې وروسته پيدا کړه چې زيات شمېر کسانو په يوه ثانيه کې يوه مقاله خپره کړې ده. انسانان دومره ګړندي ندي. حتی که شتون هم ولري ، دا يوازې يو يا دوه ناڅاپي پېښې کيدای شي او دا کيدای نه شي چې تکراريدونکي وي.

د راپور له شمېرنې سره سم ،اټکل کېږي چې له 3 مليونو څخه تر 5 مليونو پورې کسانو ياده مقاله کتلې چې ډېر ترې اغېزمن شوي دي.

څېړونکو تر ژورې پلټنې وروسته وموندله چې له 2900 څخه ډېر ټويټر استعمالوونکو او له 4000 څخه ډېرو ويبپاڼو له خوا يوه ډله رامنځته شوې چې د کيمياوي وسلو په اړه توطيه خپره کړي، دوی هم په انټرنېټ کې يو بل ته دغه توطيه ليږدوي ترڅو اغېره يې پراخه شي. دغه کسان د سياسي موخو لپاره کار کوي ،يا د ويبپاڼو لينکونو ته وده ورکوي ترڅو سوداګريزې ګټې ترلاسه کړي.

ښاغلي ګراهام وويل چې مشهورو ټولنيزو شخصيتونو او اصلي رسنيو د توطيو په اړه بحثونه کړي او راپورونه يې ورکړي او د توطيو اغېزې يې لاپراخې کړې دي.

موږ پيدا کړه چې د امريکا يو شمېر پارلماني غړو هم توطيې خپرې کړي. د دوی دغو عملونو د توطيو د خپرېدو لپاره زمينه برابره کړې.

م م خبر ورکړی چې بې اعتبار معلومات د کوويد-۱۹ ناروغۍ پروړاندې د نړۍ د يووالي مخه نيسي . د استراليا د څېړنيز انستيتيوټ له خوا ياد راپور د م م وينا تاييد کړې چې د توطيو خپروونکو اکثرا د واکسين ضد، 5G ضد او د چين د اعادې ضد له ډلو سره تړاو لري. دوی د کوويد-۱۹ له ناروغۍ څخه په استفادې سره د ويروس د سرچينې،اغېزې او درملو په برخو کې مقالې جوړوي ترڅو خپلې موخې پوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای