د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق او امريکا تر منځ د ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ ويډيويي غونډه د جون په ۱۱مه نېټه تر سره شوه، د غونډې برخوالو د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو، له ترهګرو سره د مبارزې او په عراق کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو په باب بحثونه کړي دي.
د عراق د ملي تلويزيون د خبر له مخې، د عراق د بهرنيو چارو مرستيال وزير عبدالکريم حسيم په سياسي چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ډويډ هال په دې غونډه کې ګډون کړی و، امکان لري چې دغه ډيالوګ به د څو مياشتو لپاره دوام ولري.
د منځني ختيځ د چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ډويډ شنک له دې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، عراق بيا ژمنه وکړه چې په دغه هېواد کې به د امريکايي ځواکونو امنيت وساتي، امريکا به د سياست، امنيت او اصلاحاتو په برخو کې په پر له پسې ډول د عراق له حکومت ملاتړ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |