د مصر خبري رسنيو د خبر له مخې، د عربي هېوادونو د روغتيا وزيرانو شورا ۵۳مه ويډيويي غونډه د جون په ۱۰مه نېټه تر سره شوه، برخوالو په دې غونډه کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي لپاره د عربي هېوادونو لخوا د نيول شويو تدبيرونو او پر عربي هېوادونو د دې ناروغۍ د اغېزو په باب بحثونه وکړل او ويروس د مخنيوي لپاره يې د يو ګډ پلان د جوړولو پرېکړه وکړه. دغه غونډه د عربي هېوادونو د روغتيا وزيرانو شورا، د روغتيا نړيوال سازمان او د م م د عربي هېوادونو د نفتو صندوق لخوا جوړه شوې وه. برخوالو د غړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ د پياوړتيا او د ګډو ګټو د ساتنې غوښتنه کړې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |