د چين په جنوبي سيمو کې د جون له لومړۍ نېټې څخه سخت بارانونه اوريدلي، چې له امله يې د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د ګوی لين، هه چي او ليو جيو په ګډون ۹ ښارونه سخت زيانمن شوي دي. له لومړۍ شمېرې سره سم، د يادو بارانونو له امله په ګوانګ شي کې ۱ ميليون ۴ سوه او ۵۹ زره ځايي وګړي زيانمن شوي، ۶ تنه وژل شوي، ۳ تنه ورک دي، ۸۹ زره وګړي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري، ۹۰۰ کورونه نړيدلي او ۹۴ زره او ۲ سوه هکتاره کرنيز حاصلات له منځه تللي دي.
د جون په ۱۱مه نېټه، د چين د بيړنيو چارو ادارې او د حبوباتو او مالونو بيورو په بيړني ډول د ګوانګ شي زيانمن شويو سيمو ته ۳۰۰۰ کېږدۍ او ۳۰۰۰ بسترې وليږدولې، څو د زيانمن شويو ژوند وساتل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |