نړيوال بانک په دې وروستيو کې د نړيوال اقتصاد وړاندوينه خپره کړه او اټکل يې کړی، چې ښايي نړيوال اقتصاد د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو له امله ۵.۲ سلنه وغورځي، خو د چين اقتصاد به پرمختګ وساتي.
د نړيوال بانک اقتصاد پوه ساروج ګوس وايي، د کوويد-۱۹ له امله رامنځته کېدونکې اقتصادي پرزيدا ساری ه دی ليدل شوی، دا ښايي له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په پرمختللو هېوادونو کې تر ټول سخته اقتصادي پرزيدا وي. د دې له اټکل سره سم، سږ کال به د امريکا اقتصاد ۶.۱ سلنه، د يورو استفاده کوونکې سيمې ۹.۱ سلنه، جاپان ۶.۱ سلنه، هند ۳.۲ سلنه وغورځي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |