دا چې د بريتانيا حکومت په دې وروستيو ورځو کې د هانکانګا مسئلې په هکله د شپږ مياشتنۍ راپور خپور کړ، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جون په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين د هانکانګ په چارو کې د بريتانيا حکومت له لاسوهنې څخه ناراضه دی. نوموړې وويل چې د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لازياتو لاسوهنو سره سره د دې سيمې د دولتي امنيت په هکله د قانون جوړونې د پرمخبيولو لپاره لا ټينګ دی.
هوا چون اينګ زياته کړه چې د هانکانګ موضوع د چين کورنۍ چارې دي او هېڅ يو بهرني حکومت، سازمان او کس د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. بريتانيا د هانکانګ په اړه د حاکميت ، اداره کولو او د دې سيمې د څارنې حق نه لري، نو دا يې مسؤليت هم نه دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |