CRI Online

د امريکا خبري رسنۍ: دچين تصديو د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې په نړيواله مبارزه کې مرستندويه رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-12 19:23:31

د امريکا اسوسيتيد پريس په دې وروستيو ورځو کې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړه چې د چين تصديو د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې ټولې نړۍ ته مرستې برابرې کړې. په دغه ليکنه کې راغلي چې چين څه موده مخکې د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې مبارزه کې د دغه هېواد د فعاليتونو په نامه سپين کتاب خپور کړ. د دغه سپين کتاب له مخې چين په فعاله توګه له نورو هېوادونو او سيمو سره طبي مرستې کړې دي. د مې تر ۳۱مې نيټې پورې د چين ځايي حکومتونو، تصديو، ملکي څانګو او شخصيتونو له بېلا بېلو لارو څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ته له وبا سره د مبارزې په برخه توکي ليږلي دي.

په دغه ليکنه کې ويل شوي چې د چين زياتو تصديو له دې وبا سره د مبارزې لپاره چې ټوله نړۍ يې ککړه کړې لسګونو هېوادونو ته په مليارډو ډالرو طبي توکي، خوراکونه او نغدی پيسي ورکړي دي. د افريقا د ځينو هېوادونو حکومتونو د چين له مرستو څخه مننې څرګندې کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای