د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۲مه نېټه د بروندي ولسمشر پياري نکورونزيزا د مرګ له امله د دې هېواد نوی ټاکل شوی ولسمشر ايواريسټ ندايشيميوف ته د تعزيت پيغام واستاوه. رئيس شي جين پينګ د چين د حکومت او چينايانو په استازيتوب د انکورونزيزا د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه او د ده خپلوانو او د دغه هېواد ملت ته يې د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې فقيد ولسمشر انکورونزيزا د بروندي نامتو سياستوال و او د خپلو خلکو په مشرۍ يې د دولتي حاکميت د ساتلو، په کورنيو چارو کې د بهرنيانو له لاسوهنې سره د مخالفت او د دولتي سولې،ثبات او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې چې د دې هېواد د خلکو له خوا د هر کلي وړ ګرځېدلی و.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |