CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا بايدد ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ په ملاقات کې شوې موافقې پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-12 19:33:47

د جون ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات له دوهمې کاليزې سره برابره ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې امريکا بايد په دې ملاقات کې شوې موافقې پلې کړي تر څو په کوريا ټاپووزمې کې د اړوندو خواوو ترمنځ د خبرو اترو حالت وساتل شي.

د ديموکراتيکې کوريا او امريکا مشرانو د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې په لومړي ځل يو له بل سره ملاقات وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، په کوريايي ټاپووزمې کې د سوله ييز ميکانيزم او په دې ټاپو کې د ذروي بې وسلې کولو په هکله ګډ توافق ته ورسيدل.وياندې هوا چون اينګ وويل چې دا د خواشينۍ وړ ده چې اړوند توافقات لا اوس هم نه دي پلې شوي او د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ ديالوګ په رکود کې پاتی دی.چين غواړي چې د دې مسئلې د حل وفصل لپاره رغنده رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای